هسکه مېنه کې پر داعش برید شوی

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې تېره ورځ ناوخته بهرنیو ځواکونو د داعش مرکزونه په نښه کړي.
د ننګرهار ولایت مقام وايي، په دې بریدونو کې ۱۳ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وايي، بریدونه د یادې ولسوالۍ ګورګورۍ سیمه کې د داعش په یوې ډلې شوي چې له منځه تللې ده.
د خوږیاڼي په خبره، بریدونو کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اووښتی.
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply