هسپانیا د همکاریو ژمنه کړې

comments 0

هندوکش – کابل: ملي امنیت شورا وایي، هسپانیا افغانستان کې د ټاکنو له پروسې او د افغان سولې له بهیر ملاتړ وکړ.
له امنیت شورا خپره شوې خبرپاڼه لیکي کابل کې د هسپانیا سفیر ګبریل فران د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره کتلي او د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا یې خبرې وکړې.
د هسپانیا سفیر له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو د دوام ډاډ تر څنګ، د ټاکنو له پروسې او د افغان سولې له بهیر ملاتړ اعلان کړ.
دغه راز ګبریل ویلي، هېواد به یې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د روزنې او مشورې ورکولو بهیر ته دوام ورکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments