هسپانیان سره په دوه اړخیزو اړیکو خبرې

comments 0

هندوکش ـ کابل: کابل کې د هسپانیا سفیر له افغان چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو خبرې کړي.
د هسپانیا سفیر جبریل فیران د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان سره کابل کې کتلي دي.
ادریس زمان د هسپانیا له ملکي او نظامي مرستو مننه کړې او د سولې په تړاو راتلونکې لویې مشورتي جرګې او د کابل پروسې دریمې ناستې په تړاو مالومات ورکړي دي.
دواړو لوریو پر دوه اړخیزو همکاریو، سولې پروسې، د دوه اړخیزو ستراتیژیکو اړیکو د هوکړه لیک لاسلیک او د افغانستان پر سیاسي وضعیت خبرې اترې کړي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments