هر ډله چې د افغانانو پرضد جګړه کوي، دښمن دی

comments 0

هندوکش ـ کابل: هر هغه ډله چې د افغانستان د خلکو پر ضد جګړه کوي زموږ دښمنان دي
اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا ناسته کې وویل، د هغوی چې د افغان ولس پر ضد جنګیږي زموږ دښمنان دي او د یوې شېبې ځنډ او فکر پرته به یې پر ضد جګړه وکړو.
عبدالله طالبانو ته په اشارې وویل، دوی هغه وخت دوست کیدای شي چې د خلکو پر وړاندې له جګړې او جنایت لاس واخلي .
د عبدالله په خبره که وسله والو مخالفینو له جګړې یې لاس واخیست د دوی او د افغانستان د خلکو د سترګو تور به شي.
عبید رادپور

Comments