هر څه د ولس له تمو سره سم روان دي/ نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

دا خبره مې څو ځایه ملګرو ته وکړه چې د دولت وسله وال مخالفین او سیاسیون به فکر کوي چې دا په ټولنیزو رسنیو او مجلسونو کې دا ټول خلک له ارګ، امنیت شورا او یا نورو دولتي ارګانونو پيسې اخلي چې دا دومره په حکومت باندې ولاړ دي او د حکومت خلاف هیڅ خبره نه شي اوریدلی.
دوه کاله وړاندې حکومت په داسې وضعیت کې و چې د حکومت په ملاتړ پوسټ له بدو ردو ډک و، یانې هیچا حکومت سره خواخوږي نه درلوده او هره هغه څوک به غندل کیده چې د حکومت په ملاتړ به یې خبرې او لیکل کول، دې کار نږدې یو کال دوام وکړ او له یو کال وروسته کله چې حکومت اساسي کارونه شروع کړل، یو ځل باندې نږدې ټول خلک واوښتل، ټول د حکومت په ملاتړ شول او د دې یو اساسي لامل دا و چې خلکو په حکومت کې ځان ولید او د دې حکومت راتلونکي اساسي برنامي یې د هېواد د پرمختګ لپاره قانع کوونکې وې.
ماته همدا جالبه ده، په ټولنیزو رسنیو کې د حکومت یو سیاسي مخالف شته چې زه یې تعقیبووم او زیات خلک پرې راټول و، هغه مهال به یې چې د حکومت په خلاف یو پوسټ کو نو زیاتو کسان به یې هر کلی کو، خو هغه تېره ورځ مې ورته یو پوسټ ولید چې د حکومت خلاف یې کړی و، درې سوه ځایه بدې ردې ورته ویل شوې وې او هیڅ ځان او هیڅوک مې و نه لید چې د دې خبره یې تایید کړي وي.
دوه کاله پخوا سره اوس یو لوی توپير دا دی چې هغه مهال د ګوتو په شمېر کسانو د حکومت ملاتړ کوی، او هغه کسان هم په دې تورن و چې ګنې له حکومت پیسې اخلي، خو اوس په سلو کې ۹۸ سلنه خلک د حکومت په ملاتړ پوسټونه کوي او ۲ سلنه کسان تور لګوي چې دې ۹۸ سلنه ته حکومت پیسې ورکوي، خو داسې نه ده، دا ۲ سلنه خلک هم پوهیږي چې حکومت سم لوري ته روان دی، افغانان به یوه ښه راتلونکي ولري، خو دوی عقده اخیستې او په هیڅ ډول پرمختګ باندې نه راضي کیږي،دوی به هغه مهال حکومت په سمه وبولي چې شخصي ګټې یې خوندي شي او یوه ښه څوکۍ ورته ورکړل شي.
خو دا ډله خلک د ټولنیزو رسنیو کاروونکي یې پيژني، اوس په ټولنه کې منزوي شوي او ټول پرې خبر دي چې د عقدې له مخې هره خبره کوي، خو اوس یې زهر نه چلیږي، ځکه د حکومت بسنټیز کارونه اوس ټول ولس ولیدل، د حکومت هغه اراده خلکو ولیدله چې له فساد سره د مبارزې، جګړې او سولې، د غصب ځمکو د راګرځولو، دولتداري، سیستم جوړول، قراردادونو کې شفافیت، ملي او سیمه ییزې پروژې چې د افغانستان لپاره اوږمهاله ګټه لري، تطبیق کارونه یې پيل شول.
له یو مشر مې اوریدلي و چې ښه کار کوه خلکو ته مه ښایه چې زه ښه سړی یم، کله چې دې د ښو کارونو نتیجه راووته خلک خپله درته وایي چې سم روان یې، نو په ولسمشر غني هم همدا کار وشو، له لومړي سره یې د افغانستان لپاره بنسټیزو کارونو باندې تمرکز وکړ او بنسټیز کارونو نتیجه ژر نه راوځي، اوس چې خلکو نتیجه ولیده نو ټول خلکو ځان په حکومت کې ولید او په دې قانع شول چې دا حکومت د افغانانو له ارادې سره سم روان دی او ټول غله یې حاشيې ته کړي او د یو روښانه راتلونکي لپاره قدمونه اخلي او مخ پروړاندې ځي.
په دې هم ټول پوهیږي چې د حکومت ځینې مجبوریتونه شته چې پروړاندې یې خنډ دي، دا مجبوریتونه تېر حکومت ور پريښي او کرار کرار ورسره مبارزه کوي چې دا ټول خنډونه له منځه یوسي، زور واکي، جګړه، قانون ماتوونه، قومي ټیکداري او….. هغه څه دي چې د حکومت د زیاتو پرمختګونو او اصلاحاتو پروړاندې یې خنډ رامنځ ته کړی، خو بیا هم حکومت توانیدلی چې دا خنډونه تر یوه حده له منځه یوسي او مخ پروړاندې حرکت وکړي.

Share this page to Telegram

Comments