هرات کې ۷تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش ــ هرات: د هرات ولایت په شینډنډو لسوالۍ کې وسلوالو طالبانو د افغان ځواکونو په پوستو بریدونه ترسره کړي دي، چې په پایله کې د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې ۷تنه وسلوال طالبان وژ ل شوي دي.
د هرات ولایت ځايي چارواکي وايي، چې په یاده نښته کې د۷تنو طالبانو په وژل کیدو سربیره ۵تنه وسلوال طالبان ټپیان شوي دي.
ځايي چارواکي وايي، چې افغان ځواکونه د سولې پروسې اود خپلو خلکو هیلو د پوره کیدو لپاره بشپړ درناوی لري.
امیر حسین سلجوقي

Comments