هرات کې ۱۶ روغتیايي کارکوونکي پر کورونا اخته شوي

comments 0

هندوکش ــ هرات: د هرات روغتیايي مسوولان وايي، په دغه ولایت کې ۱۶ روغتیايي کارکوونکي پر کورونا ویروس اخته شوي دي.
د هرات روغتون سرطبیب عارف جلالي ویلي چې په دغه ولایت کې ۱۶ نرسان او ډاکټران پر کورونا اخته شوي دي.
د نوموړي په وینا، پر کورونا اخته شوي کارکوونکي د دغه روغتون په بېلابېلو برخو کې کار کاوه.
هغه وايي، تر اوسه روښانه نه ده چې یاد ډاکټران څنګه پر دغه ویروس اخته شوي، خو په وینا یې، ښايي پر کورونا د اخته کسانو له لارې پرې اخته شوي وي.
نوموړي زیاته کړه، یاد ډاکټران او نرسان په خپلو کورونو کې قرنطین شوي او روغتیايي وضعیت یې هم ښه دی.
په هرات کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۰۶ ته رسېدلی دی. تر اوسه په ټول هېواد کې ۱۴۵ کسان پر دغه ویروس اخته شوي چې له ډلې یې څلور د ناټو ځواکونه او دوه هم بهرني ډيپلوماټان دي.
امیر حسین سلجوقي

Comments