هرات کې ۱۰ تنه د وسله والو غلاوو په تړاو ونیول شول

comments 0

هندوکش ــ هرات: د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د هرات ښار په لومړۍ، اومې، لسمې او دولسمي ناحیو او انجیل ولسوالۍ کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ تنه د وسایطو، نقدو پیسو او موبایل غلاوو په تړاو نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه څلور میله وسلې او پینځه عرادې غلا شوي موټرسایکلونه هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
امیر حسین سلجوقي

Comments