هرات کې یو کس د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد کړی شو

comments 0

هندوکش هرات: د هرات ولایت پولیسو نن د یو لړ هدفمندو عملیاتو په ترڅ کې یو کس د انسان تښتوونکو له قیده ازاد کړی دی.
یاد کس چې د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ اوسېدونکی دی، څو ورځې دمخه د غوریان ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ناپېژانده وسله والو لخوا برمته شو.
دا کس د غوریان ولسوالۍ د ملي پولیسو، ملي امنیت ځواکونو او ځايي خلکو په همکارۍ د غوریان ولسوالۍ په “لواه کهنه” سیمه کې د انسان تښتوونکو له بنده ازاد او کورنۍ ته یې سپارل شوی دی.
د دې قضیې په تړاو تراوسه څوک ندي نیول شوي، خو د نیولو لپاره یې د پولیسو هڅې روانې دي.
امیر حسین سلجوقي

Comments