هرات کې یو قومندان د رشوت په تور نیول شوی

comments 0

هندوکش- هرات: د هرات سیمه یېزو چارواکو د یوې پوستې قومندان د بډې اخیستو په تور نیولی دی.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد د نیول شوي قومندان نوم نه اخلي، خو وايي د هرات ادرسکن پرلویه لاره د ۲۳۰۰۰ درویشت زره افغانیو بډې اخیستو پرمهال بالفعل ونیول شو.
نوموړی وايي، د نیول شوي قومندان دوسیه يې د هرات عدلي اوقضايې ارګانونوته راجع کړې ده .
د جیلاني په خبره، قومندان یادې پيسې د یوه ۳۰۳ ډوله مسافر وړونکي موټر څخه ترلاسه کړې وې.
امیر حسین سلجوقي

Comments

Leave a Reply