هندوکش – هرات: د هرات ولایت مقام وایي، د وسله والو طالبانو یوه پنځه کسیزه ډله د سولې له بهیر سره یوځای شوه.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وایي، د طالبانو دغه ډله په زنده جان ولسوالۍ کې د خپلو څلور میله وسلو او یو شمیر پوځي مهماتو سره له دولت سره یو ځای شوه .
هغه وايي، د سولې له بهیر سره د یادو کسانو په یوځای کیدو به په زنده جان ولسوالۍ کې امنیتي وضعیت نسبت ښه شي.
امیر حسین سلجوقی
هرات کې یوه ډله طالبانو له جګړې لاس واخیست

Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.