هرات کې یوه میرمن په مرموز ډول وژل شوې

comments 0

هندوکش – هرات:د هرات ملکي روغتون ویاند محمد رفیق شېرزی وایې، د دغې ښځې جسد تېره شپه روغتون ته راوړل شوې دی.
شېرزی وایې، د ښځې عمر شاوخوا ۲۶ کاله دې او ویل کېږي د نامالومو کسانو له لورې وژل شوې ده .
عيني شاهدان وايې دغه ښځه تېره ورځ ناوخته د هرات ښار کندهار دروازې کې په سر وېشتل شوې.
د دوى په وينا ياده ښځه د خپلو ورنو له لورې وژل شوې چې په تړاو يې يوتن د پوليسو له لورې نيول شوى.
د هرات پولیسو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
عزت الله تبیان

Comments

Leave a Reply