هرات کې چاودنه شوې

comments 0

هندوکش – هرات: هرات کې د مقناطیسي ماین د چاودنې له امله پنځه کسان ټپیان شوي دي
د هرات امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده وايي، دا چاودنه تیرماسخوتن ناوخت په ملکي وګړو شوې ده.
د هرات ملکي روغتون نوکریوال ډاکټرنورګل ولي زاده وايي، د ټپيانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.
د یو بل خبر له مخې همدا تیر ماسخوتن دهرات ولایتي شورا د غړي نجیب الله محبي ورور علي جمعه محبي د ناپيژانده وسله والو له لورې وژل شوی دی.
په علي جمعه محبي وسله والو موټر سایکل سپرو برید کړی دی.
امیر حسین سلجوقي

Comments