هرات کې پولیسو یو شمیړ لرغونی سکې تر لاسه کړل

comments 0

0 Views

هندوکش – هرات : د هرات پولیسو ۲۵۵ دانې تاریخې سکې کشف او لاسته راوړې.
د هرات پولیسو رسنیز دفتر مسوول عبدالحد ولیزاده وایي چې دغه سکې سی شنبې ورځ د ښار په لویدیځ جبریل کلې کې ترلاسه کړې چې تر ۹۰ کلونو مخکې دي.
نوموړي سکې په یوې حویلي کې لومړې کشف او ترهغې وروسته تر لاسه کړي دي.
ولي زاده وایي نوموړي سکې یې په یو منګې کې د خلکو په همغږي پیدا کړي چې له قانوني مراحلو وروسته به اړونده ادارې ته تسلیمې کړي.
دا په داسې جال کې ده چې په غیر قانوني توګه خلک اوس هم لرغونې او قیمتې توګې قاچاقوي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دې اړه د امنیتي ادارو پاملرنه غوښتې ده.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply