هرات کې په جومات ځانمرګی برید شو

comments 0

هندوکش – هرات: راپورونه وایي، هرات کې په یو مسجد ځانمرګی برید شوی چې لومړي ځانمرګي دویم هغه هم وژلی دی.
دهرات امنیه قوماندان وايي، دوو ځانمرګو بریدګرو غوښتل چې د اهل تشیع اړوند مسجد نبي اکرم ته ننوځي چې یوه یې ځان ته چاودنه ورکړه او دویم یې هم له ځان سره وواژه.
چاودنه کې یو ملکي وګړی هم وژل شوی او اوه نور ټپیان شوي دي.
قوماندان وايي، د لومړي ځانمرګي برید پایله کې دویم ځانمرګی هم وژل شوی دی.
برید ګر د جومات د ساتونکي له لوري پیژندل شوي او مسجد ته د ننوتو په وخت کې یې ځانته چاودنه ورکړې چې بل ملګری یې هم وژلی دی.
امیر حسین سلجوقي

Comments