هرات کې وسلوالو طالبانو پر جومات برید کړی دی

comments 0

هندوکش ـ هرات: هرات ولایت کې سیمه ‌ییزې چارواکي وایي، چې وسلوالو طالبانو په دغه ولایت کې پر یو جومات برید کړی چې درې کسان یې وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.
د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دوو وسلوالو طالبانو چې په موټرسایکل سپاره وو د جومات په لمونځ کوونکو ډزې کړې دي.
نوموړی وايي، چې وسلوالو هغه مهال د دغه جومات پر لمونځ کوونکو ډزې وکړې چې د ماخستن له لمانځه وروسته له جومات د وتلو په حال کې وو.
نوموړي زیاته کړه، په دغه برید کې درې تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
ځايي اوسیدونکي وايي، چې نن د سولې مذاکرات په دوحه کې پیلیږي چې نور به د افغان وژلو څخه لاس واخلي خو دوی بیا هم له خپل جنایتکارونه کوي دوی وايي چې وسلوال طالبان په خپلو منځ کې اختلافات لري او نه غواړي چې سوله رامنځته شي ځکه چې د دوی خپلې ګټې پکې خوندي دي.
امیرحسېن سلجوقي

Comments