هرات کې وسله والو طالبانو ۲۳ ملکې وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

comments 0

هندوکش ـ هرات: هرات ولایت چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو په دغه ولایت په کشک رباط سنګې ولسوالۍ پر ملکي وګړو برید تر سره کړی دی.
په یاد برید کې ۷ تنه ملکي وګړي وژل شوي،او ۱۷ نور ټپیان شوي دي، د والي ویاند جیلاني فرهاد رسنیو ته وویل، چې پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، ټپيان کسان نېږې روغتون ته انتقال شوي دي.
د ویاند په خبره، یاد وسله وال برید یې یو ستر جنایت بللی دی، او وايي چې پدې اړه څېړنې پيل شوي دي.
ځايی اوسیدونکو هم رسنیو ته منلي ده چې وسله والو طالبانو په دغه برید کې د یو ښوونکي په ګډون یې دولتې چاوراکي له خپلو کورونو ویستلي او وروسته یې په ډزو سره وژلي دي.
امیرحسېن سلجوقي

Comments