هرات کې نشه يي توکي نیول شوي

comments 0

هندوکش – هرات: هرات کې ۲۷ کیلو ګرامه مخدره توکي نیول شوي چې ایران ته قاچاق کیدل.
د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیس وايي مخدره توکي په مهارت سره د لارۍ په ټایرونو کې ځای پر ځای شوي وو.
پولیسو دغه مخدره توکي د هرات اسلام قلعه ته پر غځیدلې لویې لار نیولي دي.
امنیتي چارواکو د پیښې په تړاو د نورو جزییاتو له ورکولو ډډه وکړه خو و یې ویل چې د لارۍ ډریور یې نیولی او پلټنې ترې دوام لري.
امیر حسین سلجوقي

Comments

Leave a Reply