هرات کې نشه‌يي توکي نیول شوي

comments 0

هندوکش – هرات: د هرات پولیسو یو کس له ۳۱ کیلو ګرامه نشه یي توکو سره یو ځای نیولی دی.
د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده وایي، دغه کس غوښتل د یو ټیلر موټر له لارې ۳۱ کیلو ګرامه نشه یې توکي ایران ته انتقال کړي.
د ولي زاده په خبر، یاد قاچاق وړونکی د هرات اسلام قلعه سیمه کې په لاره کې نیول شوی.
په یادو نشه یې توکو کې ۲۴ کیلو ګرامه شیشه او ۷ کیلو ګرامه کریستال دي.
امیر حسین سلجوقي

Comments