هرات کې نا معلومو وسله والو دوه تنه په ډزو وژلي دي

comments 0

هندوکش – هرات: د هرات امنیتي چارواکي وایي چې پر موټر سایکل سوار نا معلومه کسانو دوه تنه په ډزو وژلي دي.
د یاد ولایت امنیتي چاروکو په وینا، وژل شوي کسان په يوه موټر کې سپاره وو چې وسله والو په ډزو ووژل.
د دغه ولایت د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده تیره ورځ رسنيو ته وويل ، حمله کوونکي تر پېښې وروسته له سيمې تښتېدلي او امنيتي ځواکونو يې د نيولو لپاره هڅې پيل کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو که د هرات په ګدون، بغلان، کندهار، هلمند، کندز او داسې نورو ولایتونو کې داسې پیښې ډیر شوي دي چې د خلکو اندیښنې یې پاړولي دي.
امیر حسین سلجوقي

Comments

Leave a Reply