هرات کې نا امني له امله د مخدور موادو کښت ډیر شوې دې

comments 0

هندوکش – هرات: د هرات ولایت په دریو ولسوالیو کې (شینډند، ادرسکن او رباط سنګي) د مخدره موادو کښت له دې امله زیاد شوې ده چې امنیتي وضعیت ښه نه دې.
مخدره موادو سره د مبارزې ریاست رئیس رسنیو ته ویلي دي چې د نا امنۍ له خپریدو سره د کوکنارو کښت شیندند، ادرسک او رباط سنګي کې له پخوا ډیر شوې دې.
د هرات ولایت د مخدره موادو سره د مبارزې ریس غلام جیلاني دقیق ویلي دي : طالبانو خلکو ته د کوکنارو د کښت په بدل کې مخکې پیسې ورکړي او پر کښت سربېره دا سیمې د مخدره موادو د قاچاق په مرکزونو بدلې شوي دي.
ویل کیږي اوس مهال، بادغیس، فراه، بدخشان او هلمند ولایتونو څخه مخدره مواد دې ولسوالیو ته راوړل کېږي او بیا له دې ځایه له هېواده بهر قاچاق کېږي.
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply