هرات کې ناچاوده مرمۍ په ماشومانو چاودلې

comments 0

هندوکش – هرات: هرات په شیندند ولسوالۍ کې د هاوان د یوې سرګلولې د چاودنې له امله یوه نجلۍ وژل شوې او ورور یې سخت ټپي دی.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايې پيښه تیره ورځ مازیګر د دې ولسوالۍ په مرکز کې رامنځته شوي .
نوموړی وايې د دغه ناچاوده توکو د چاودنې په پایله کې یوه څوارلس کلنه ماشومه وژل شوې او د هغې ورور ټپي شوی دی .
هغه وایې د ټپي هلک روغتیايې حالت د ډاډ وړ دی .
امیر حسین سلجوقي

Comments