هرات کې مخ پټو کسانو باندې بندیز ولګید

comments 0

هندوکش – هرات: هرات کې پولیسو هغو کسانو په ګرځیدو بندیز ولګو چې په موټر سایکل به مخ پټي ګرځیدلی.
د هرات پولیس وایي، په دې خلکو یې ځکه بندیز لګولی چې د خلکو په روان یې ناسم اغیز کړی و او زیاتره جنایي جرمونه همدا ډول خلک کوي.
د هرات امنیه قومندان امین الله امرخېل ویلي، مخ پټي کسانو ښار کې خلک ډار کړي او نور به اجازه ور نه کړي.
د امرخېل په خبره، دا ډول خلک د خلکو رواني امنیت ګډوډي او باید اجازه ور نه کړل شي.
د پولیسو دا اقدام د ښاریانو له هرکلي سره مخ دی او باور لري چې په دې سره به د جرمونو ګراف راټیټ شي.
امیر حسین سلجوقي

Comments