هرات کې غله نیول شوي

comments 0

هندوکش – هرات: هرات کې له پولیسو سره نښته کې دوه وسله وال غله وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، تېره ورځ ناوخته پولیس دوه غله د موټر په غلا ګیر کړي او نښته رامنځ ته شوې چې غله پکې ټپيان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت څخه خپره شوې اعلامیه کې لیکل شوي چې د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې غلو غوښتل یو مازدا موټر وتښتوي چې پولیسو پرې ډزې کړي او دواړه ټپیان شوي دي.
غله اوس د پولیسو تر ولکې لاندې د درملنې په بستر پراته دي.

امیر حسین سلجوقي

Comments