هرات کې غله نیول شوي

comments 0

هندوکش – هرات: د هرات پولیسو څلور وسله وال غله نیولي چې له یو کس یې ۳۷۰۰ ډالر او مبایلونه د وسلې په زور اخیستي وو.
د هرات له امنیه قومندانۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، نیول شوي کسان د هرات ښار د بیلا بیلو ناحیو اوسیدونکي دي چې تیره ورځ مازیګر ناوخته يې د انجیل ولسوالۍ په مربوطاتو کې له یو کس ۳۷۰۰ ډالره او دوه سیټه مبایلونه د وسلې په زور اخیستي وو.
غله د انجیل ولسوالۍ د پولیسو لخوا تعقیب شوي چې د غلو موټر د وارخطایي له امله چپه شوی او څلور واړه غله د پولیسو لخوا نیول شوي.
خبرپاڼه وایي، د هرات پولیسو له یادو غلو یو موټر او یوه تفنګچه ترلاسه کړې او هغه پیسې او مبایلونه یې چې غلا کړي وو، بیرته خپل اصلي څښتن ته وسپارل.
نجیبه سروري

Comments