هرات کې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان په ګډون ۲۵ ترهګرو ته مرګ ژوبله واوښته

comments 0

هندوکش ـ هرات: دفاع وزارت وايي، چې تېره ورځ هوايي ځواکونو، د هرات ولایت اوبه ولسوالۍ اړوند طالب ترهګر په نښه کړل.
له دفاع وزارت څخه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په پایله کې طالبانو د سرې قطعې د یو مخکښ قوماندان «رفیع» په ګډون ۱۴ ترهګر ووژل شول او ۱۱ تنه نور ټپيان شول.
اعلامیه زیاتوي ،همدا راز د دښمن یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه یوړل شول.
دا په داسې حال کې ده چې وسلوالو طالبانو په دې وروستیو کې د هېواد په څو ولایتونو کې جګړه سخته کړې چې په یاد نښتو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
امیرحسین سلجوقي

Comments