هرات کې د طالبانو خپلمنځي نښتو کې ۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

هندوکش – هرات: هرات کې ځایي چارواکي وایي. خپلمنځي نښتې له امله د طالبانو ۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
جیلاني فرهاد د هرات د والي ویاند وایي، د شینډنډ ولسوالۍ اړوند په خیفان سیمه کې د دوه سیمه ییزو طالب قومندانانو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي او لس نور ټپیان دي.
د نوموړي په وینا، نښتې د ملا هبت الله اړوند د ملا صمد جنګیالیو او ملا رسول اړوند د ملا ننګیالي وسله والو ترمنځ رامنځته شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې مخکې د ملا هبت الله او ملا صمد جنګیالیانو ترمنځ نښتې شوي چې له امله یې ګن شمیر طالبان وژل شوي دي.
امیر حسین سلجوقي

Comments

Leave a Reply