هرات کې سیلابونو مالي زیانونه اړولي

comments 0

هندوکش – هرات: راپورونه وایي، هرات کې د سختو او زورورو سیلابونو د جاري کیدو له امله تراوسه د شپږو ماشومانو په ګډون اته تنه مړه شوي او له لسو ډیر ژوبل دي .

چارواکي وايې د دغه سیلابونو له امله سلګونه د اوسیدو کورونه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه لمنځه تللي .

هرات کې د ژغورنې ټیمونه رسیدلي څو له سیلاب ځپلو سره مرستې وکړي.

په عین وخت کې بادغیس هم له سیلابونو نه دی خوندی ، سلګونه کورونه او پراخې کرنیزي ځمکې ویجاړې شوي دي.

تر دې وړاندې هلمند، فراه او زابل کې هم سیلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي وو چې حکومت لومړنۍ مرستې ورسره کړي دي.

امیر حسین سلجوقي

Comments