هرات کې سیلابونو مالي زیانونه اړولي دي

comments 0

هندوکش – هرات: په هرات کې ځایي چارواکي وایي چې په یاد ولایت کې وروستي سیلابونو خلک زیانمن کړي دي.
د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، چې د هرات په څلورو ولسواليو کې ٩٥ کورونه په بشپړ ډول تخريب شوي دي. د دې وزارت د معلوماتو له مخې سېلابونو په نورو ولايتونو کې هم خلکو ته ګڼ زیانونه اړولي دي.
دې وزارت ویلي، چې په هرات، فراه، بدخشان، نورستان او نورو ولايتونو کې خلکو ته تلفات هم اوښتي دي. په دغو پېښو کې د مړو شویو کسانو د دقيق شمېر په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.
امیر حسین سلجوقي

Comments