هرات کې د ښآروالۍ کارمندان نیول شوي

comments 0

هندوکش – هرات: د هرات سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د ښاروالۍ د پنځه کارکوونکو د نیولو خبر ورکوي.
له دغه ولایته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کارکوونکي د فساد په تور نیول شوي دي.
په اعلامیه کې وړاندې راغلي چې دغه کسان د ملي امنیت ادارې تر څار لاندې وو چې د فساد په تور یي ونیول .
یاد کسان عدلي او قضایي ادارو ته معرفي شوي دي.
د نیول شوو کسانو نومونه او دندې نه دي په ډاګه شوي.
امیر حسین سلجوقي

Comments