هندوکش – هرات: د افغان امنیتي ځواکونو په خاصو عملیاتو کې د طالب وسله والې ډلې یو مشر چې تخریبي فعالیتونه یې ترسره کوو نیول شوې دې.
د هرات یوه چارواکي په وینا، په دغه ولایت کې یې د وسلوالو طالبانو یو قومندان چې د بادغیس په جوند ولسوالۍ کې د طالبانو د یوې ډلې مشرې کوله او غوښتل یې چې ، د هرات له لارې هلمند ولایت ته ولاړ شي د ملي امنیت ځواکونو ژوندی نیولی دی.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد که څه هم د نیول شوې طالب قومندان نه دی ښودلی خو پر وینا چې یاد تن یې د هرات ښار په ۱۵ ناحیه کي نیولی دی.
وسلوالو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
امیر حسین سلجوقي
هرات کې د وسله والو طالبان یو قوماندان نیول شوې دې
