هرات کې د نشه يي توکو او وسلو یو قاچاقبر ونیول شو

comments 0

هندوکش ــ هرات: تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ په قدوس کلي کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې یو کس له دوه کیلو ګرامه کرستال، ۴۰ ګرامه تریاک، ۱۰۵ ګرامه ښیښه، ۴۵ ګرامه پوډر او د کرستال د ۵۰ پوړیو سره یو ځای نیولی دی.
له یاد کس څخه یو میل کلاکوف، یو میل کلاشینکوف، دوه میله تفنګچې، لس عدده شاجورونه، یو ټوک پاسپورټ، یو سیټ موبایل له یو شمېر مهماتو سره هم د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
امیر حسین سلجوقي

Comments