هرات کې د طالب قوماندانو تر منځ د عشر او ذکات پر سر نښته کې، د شېر محمد عباس ستانکزي د کورنۍ غړی وژل شوی

comments 0

هندوکش ــ هرات: د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې د عشر او ذکات په پيسو د طالب ياغيانو تر منځ جګړه شوې، چې په پايله کې يې له دواړو لورو څخه ۱۴ طالب ياغيان وژل شوي .
سرچینه وایي چې جګړه هغه مهال رامنځ ته شوه چې د ملا حکيم په نوم يو قومندان چې ځان يې د کوټې شورا د مالياتو د کميسون غړی معرفي کړی وو او غوښتل يې ۲۰ لکه پاکستانۍ کلدارې چې د ځايي بزګرانو څخه یي د عشر په نامه ټولې کړې وې، پاکستان ته ولېږدوي، چې د ځايې طالب قوماندان له غبرګون سره تر مخامخ کیدو وروسته وژل کیږي.
د جګړې په پیل کې د طالبانو ځايي قوماندان د ملا حکیم د وسله والو له لوري وژل کیږي، جګړه دوام پیدا کوي او د وژل شوي قوماندان کسان ملا حکیم چې د شېر محمد عباس ستانکزي د کورنۍ غړی او تر ټولو باوري کس و برمته کوي او وروسته یې وژني.
سرچینې ویلي په دې جګړه د دواړو خواوو لږ تر لږه څوارلس کسان وژل شویدي.
امیر حسین سلجوقي

Comments