هرات کې د طالبانو په برید کې اوه تنه مُلکیان وژل شوي

comments 0

هندوکش ــ هرات: د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي چې د جمعې پر ماښام طالبانو د کشک رباط سنګي ولسوالۍ په خواجه نور کلي برید وکړ.
د هرات ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې اوه ولسي وګړي وژل شوي او ۱۷ تنه نور ټپيان دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي چې د جمعې پر ماښام طالبانو د کشک رباط سنګي ولسوالۍ په خواجه نور کلي برید وکړ او «د ښځو او ماشومانو په ګډون یې مُلکیان په مرمۍ وویشتل.»
امیر حسین سلجوقي

Comments