هرات کې د طالبانو د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله یوه ښځه وژل شوې

comments 0

هندوکش ــ هرات: په هرات کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو په پېښه کې یوه ښځه وژل شوې او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
د پولیسو یوې سرچینې وویل، د هرات- اسلام قلعه پر لار دا پېښه هغه وخت وشوه، چې له سیمې د امنیتي ځواکونو یو کاروان په تېرېدو و.
بلخوا د هرات د روغتیا ریاست ویاند، محمد رفیق شېرزي وویل: “د قدوس اباد سیمې په مربوطاتو کې له پېښې وروسته د ۴ کوچنیانو، ۴ ښځو او ۳ نارینه وو په ګډون ۱۱ ټپیان د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي، له بده مرغه یوه زړه ښځه مړه شوې ده.”
امیر حسین سلجوقي

Comments