هرات کې د طالبانو د عشر او ذکات درې مسوولین ونیول شول

comments 0

هندوکش – هرات: هرات کې امنیتي چارواکي وایي چې امنیتي ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې د طالب وسله والې ډلې د عشر او ذکات درې مسوولین نیولي دي.
د هرات د امنیه قوماندانې پولیس عبدالاحد ولي زاده رسنیو ته وویل، یاد کسان د پښتون زرغون د ولسوالۍ اصلي اوسیدونکې دي او تردې مخکې هم پر دوې د آزار او اذیت ادعاوې شوي وې.
د نوموړي په وینا، نوموړو په لومړنیو څیړنو کې پر خپل جرم اعتراف کړې دې.
پښتون زرغون د هرات ولایت یو له نا امنو سیمو ده چې وسله وال طالبان پکې فعالیت کوي.
امیر حسین سلجوقي

Comments