هرات کې د طالبانو ددو ډلو ترمنځ په خپلمنځی نښته کې درنه مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

هندوکش ـ هرات: د هرات ولایت چارواکي وایي، چې د یاد ولایت په ګلران ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو د دوه ډلو ترمنځ په خپلمنځی نښته کې د قوماندان محمد نعیم په ګډون ګڼ شمیر وسلوال طالبان وژل شوي دي.
په هرات ولایت کې یوه امنیتي سرچینه د نوم د نه ښودلو په شرط سره وایي،چې د وسلوالو ډلو ترمنځ په نښته کې یو بل ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.
سرچینه زیاتوي،چې د یادو ډلو ترمنځ لاهم جنجال روان دی،د معلوماتو له مخې د یادو ډلو ترمنځ د نښتو اصلي علت یې په یو بل باندې بې باوري ښودل شوې ده.
سرچینه وایي،چې په نوموړې نښته کې تراوسه د قوماندان نعیم په ګډون ۱۰تنه طالبان وژل شوي او ۶تنه ټپیان شوي دي.
امیرحسین سلجوقي

Comments