هرات کې د سېروم د توليد لومړنۍ فابریکه پرانيستل شوه

comments 0

هندوکش ــ هرات: د هرات ولایت سيمه‌ييز چارواکي وايي، د دغې فابریکې په پرانيستو سره به د هېواد د روغتونونو او کلینیکونو د اړتیاوو لویه برخه پوره شي.
د سیروم جوړولو د لومړنۍ فابریکې مسوول محمد رضا عالمي لعلي وايي، دغه فابریکه په څه باندې یو میلیون ډالرو جوړه شوې ده.
د لعلي په وینا، دغه فابریکه کې اته ډوله سېرومونه تولیدېږي.
په همدې حال کې د هرات د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم تمنا د دغې فابریکې د پرانیستو په مراسمو کې وویل، دغې فابریکه کې کيفيت لپاره دوه ځلې سيرومونه توليد شول چې بريالي وو.
د تمنا په وینا، اوس مهال د هېواد د اړتیا وړ سېرومونه له بهرنیو هېوادونو تامينېږي چې هرات کې د سېروم جوړولو لومړنۍ فابریکې په پرانیستو سره به د ډېرو روغتونو ستونزې حل شي.
نوموړي له ټولو دولتي او خصوصي کلینیکونو وغوښتل چې د کورنیو فابریکو پرمختګ لپاره دې د دغې فابریکې له تولیداتو ګټه واخلي.
د هرات والي عبدالقیوم رحیمي هم د دغې فابریکې له پرانیستو هرکلی وکړ او ويې ویل، حکومت او ځايي اداره له کورنیو فابریکو ملاتړ کوي.
د رحيمي په وینا، له کورنیو تولیداتو نه د ملاتړ لپاره به د ورته تولیداتو په وارداتو ګمرکي تعرفې لوړې شي.
امیر حسین سلجوقي

Comments