هرات کې د سولې نوی خوځښت

comments 0

هندوکش-هرات: هرات کې د قومي مشرانو یوه ډله غواړي د هیواد په کچه د سولې لپاره د دریم ګړي ترعنوان لاندي د قومي مشرانو، دینی علماو او فکري خلکو یوه ډله جوړه کړې چې وسله والو ډلو سره خبرې وکړي.
قومي مشران وايې په پام کې لري چې د هیواد څلوردیرش ولایتونوته سفرونه وکړي او د طالبانو کورونو ته د ننواتي په ډول ورشي .
قومي مشران او دیني علماء په یوې غونډې کې سره راټول شوي و او باور یې وښود چې په هېواد کې د قومي مشرانو او دیني علماوو یووالی به د سولې له پروسې سره مرسته وکړي.
ځایي چارواکو د دیني علماوو او قومي مشرانو له دې خوځښت هرکلی کړی او د هر ډول همکاریو ژمنه یې ورسره کړې.
امیر حسین سلجوقی

Comments