هرات کې د دوه چاودنو مخه نیول شوې

comments 0

هندوکش – هرات: د هرات پولیس وایي ، د دې ولایت په اوبې ولسوالۍ کې دوه کړۍ بشکه يي ماینونه کشف او شنډ شول.
امنیه قومنداني وایي، یاد ماینونه ترهګرو په زیارت ګل دسته ها او مرغچه سیمو کې د امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو د موخه ګرځولو لپاره خښ کړي و.
خو دا چې د اوبې ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ د پرسونل له خوا کشف او د ملي اردو د انجنیرۍ ډلې په مرسته شنډ او چاودنه ورکړل شوې.
د مالوماتو له مخې ماینونه په ۱۰ او ۲۰ لیتره بشکو کې ځاي په ځای شوي و او که چاودنه یې کړی وای، زیات ملکي تلفات به یې اړولي و.
امیر حسین سلجوقي

Comments