په هرات کې د سړي تښتونکو وسله واله ډله نيول شوې

comments 0

هندوکش ـ هرات: د ملي امنیت رياست د منسوبينو د هلو ځلو په لړ کې په هرات کې د سړي تښتونکو يوه ډله نيول شوې. ددې رياست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي:«د ځانګرو قطعاتو په یو لړ عملیاتو کې یوه شپږ کسیزه ډله چې د هرات په انجیل ولسوالۍ کې يي په تښتونو او مسلح غلاوو کې لاس درلود نيول شوې ده.» په خبرپاڼه کې راغلي چې په نيول شویو کسانو کې هر يو: رستم د محمد اعلم زوی. عبدالحکیم د عبدالکریم زوی. ارباب ادهم د محمد حسین زوی. محمد رفیق د محمد رحیم. اکرم فرزند محمد حسین. او ذین الدین د ملا جمعه زوی شامل دي. ويل کيږي دې کسانو په هرات کې په غلاوو او سړي تښتونو کې لاس درلود. ويل کيږي له دوی څخه درې ميله وسله،درې عرادې موټرونه او څلور موټرسايکلونه هم تر لاسه شوي دي. ياده دې وي چې د ملي امنيت رياست تر دې مخکې هم د ځينو موخه ايزو عملیاتو په لړ کې بريالي شوی دی چې د ترهګرو او انسان تښتونکو خطرناکې ډلې ونيسي.

Comments

Leave a Reply