هرات کې دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو ونیول شول

comments 0

هندوکش ــ هرات: د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د غوریان ولسوالۍ په “غنجان” کلي کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
له یادو کسانو څخه د راکېټ، ماشیندار، هاوان او لاسي بمونو په شمول یو شمېر سپک او درانه نظامي تجهیزات هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
امیر حسین سلجوقي

Comments