هرات کې دوه انسان‌تښتوونکي ونیول شول

comments 0

هندوکش ــ هرات: د هرات ولایت پولیسو د انسان‌تښتونې ضد عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه د غوریان ولسوالۍ د يوه اوسېدونکي د تښتونې قضیې په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کهسان ولسوالۍ د “احمداباد” سیمې مېشتي دي او موده دمخه یې د یوه غوریان مېشتي د تښتونې په قضیه کې لاس درلود؛ چې تېره ورځ د “زنګي صباح غوریان” په سیمه کې د ملي پولیسو او ملي امنیت منسوبینو د ګډو عملیاتو په پایله کې نیول شوي دي.
د دې کسانو نسبتي دوسیې د لا زیاتو څېړنو له‌پاره اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.
امیر حسین سلجوقي

Comments