هرات کې بیا سیلابونه راوتلي

comments 0

هندوکش – هرات: رايورونه وایي، هرات ولایت کې د تیري ورځي سیلابونو د دې ولایت په مختلفو ولسوالیو کې خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي .

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، د دغه سیلابونو له امله هرات ښار، رباط سنګي، غوریان، اوزنده جان ولسوالیو کې لس تنه مړه شږي دي .

هغه وايې وژل شوو کسانو کې څلور ښځې، دوه ماشومان او درې د پاخه عمر کسان شامل دي.

نوموړی وايي، د سیلابونو له امله د هرات په مختلفو ولسوالیو کې زرګونه جریبه کرهنیزه ځمکه او سلګونه د اوسیدنې کورونه ویجاړ شوي دي .

نوموړی وايي، په ښار او ولسوالیو کې د سروي ټیمونه اعزام شوي چې د زیانونو کچې تر مالومولو وروسته به د سیلاب ځپلو سره  اړینې مرستې ورسره وشي.

تر دې وړاندې هم د هرات کندهار او زابل ولایتونو کې سیلابونو خلک زیانمن کړي و.

امیر حسین سلجوقي

Comments