هرات کې بارانونو لارې تړلي

comments 0

هندوکش – هرات: د هرات اسلام قلعه او هرات کندهار لويي لارې د باران اورښت او سیلابونو له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوي.

هرات کې د تیري شپې راهیسي د باران اورښت پيل شوی چې اوس هم دوام لري .

د دي ولایت امنیه قومندان جنرال امین الله امرخیل وايې د دغه اورښتنو له امله د هرات اسلام قلعه لویه لاره دلخشک او هرات کندهار لویه لار د زاول په سیموکې د ترافیکو پرمخ تړل شوي دي .

نوموړی وایې د دغه لارو دواړو خواوته نژدي لسګونه مسافروړونکي موټر بند پاته دي .

د هرات ولایت د طبیعي پيښو پروړاندي د مبارزې مشر عبدالحمید مبارز حمیدي وايې د یادو اورښتنو له امله د ګذرې ولسوالۍ په یوشمیر سیموکې ځیني کورونو او کرهنیزې ځمکو زیان لیدلی.

نوموړی وايې د هوا پیژندنې ادارو د اټکل له مخي دغه اورښتونه به سبا سي شنبه او بل سبا چهار شنبه هم دوام ولري.

امیر حسین سلجوقی

Comments