هرات: پولیسو نشه‌يي توکي نیولي

comments 0

هندوکش – هرات: د هرات پولیسو د شمالي ولایتونو څخه سویل ته قاچاق کېدونکي ٧٥٠ کیلو ګرامه تریاک نیولي.
د هرات امنیه قومندانۍ څخه خپره شوي خبرپاڼه کې ویل شوي دغه تریاک تېره ورځ ناوخته د هرات اسلام قلعه لویې لارې پولیسو نیولي.
خبرپاڼه وایې قاچاق کوونکي په تیښته بریالي شوي خوپه اړه یې د پولیسو څیړنې رواني دي.
د نشه‌يي توکو زیاته برخه تریاک ښودل شوي چې په ډير ماهران ډول موټرو کې ځای په ځای شوي و.
امیر حسین سلجوقي

Comments