هرات: طالب قومندان خپل ماین وهلی

comments 0

هندوکش – هرات: هرات کې د طالبانو د ماین جوړونې یو ماهر چې نوم یې ملا عبدالحلیم ښودل شوی په خپلو لاسو جوړ شوي ماین وواژه.
د هرات سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، ملا عبدالحلیم تیره ورځ هغه مهال چې غوښتل یې د کشک کهنه ولسوالۍ د بازار پر مسیر ماین ښخ کړي د خپل ماین چاودنه کې ووژل شو.
سرچېنه وايي، چاودنه کې له ملا عبدالحلیم سره یو بل کس هم وژل شوی دی.
عبدالحلیم هغه کس دی چې لسګونه ماینونه یې د سړک غاړې ته ايښودل او ملکی وګړو ته پکې مرګ ژوبله اووښته.
د یو بل خبرله مخې ادرسکن ولسوالۍ کې له چاودیدونکو توکو ډک یو موټر سایکل نیول شوی .
امیر حسین سلجوقي

Comments