هرات: د نشه يي توکو قاچاقبر نیول شوي

comments 0

هندوکش – هرات: د هرات پولیسو درې تنه د نشه یې توکو د قاچاق په ګمان نیولي دي.
د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده وایي، د فراه ولایت دوه اوسېدونکي یې هغه مهال ونیول چې له هیروینو ډک ۱۷۷ کپسول یې مخکې له مخکې خوړلي و او غوښتل یې هندوستان ته یې انتقال کړي.
ولي زاده وایي، دغه دوه کسان د هرات په هوایي ډګر کې نیول شوي دي.
د ولي زاده په خبره یو بل کس چې د همدغو کپسولونو څښتن دی د هوایي ډګر د پارک په داخل کې ونیول شو.
امیر حسین سلجوقي

Comments