هرات ته د سولې ولسي حرکت غړیو سفر

comments 0

هندوکش ــ هرات: د سولې ولسي حرکت غړي نن په هرات ولايت کې د سولې او اوربند په ملاتړ ولسي غونډه جوړوي.
د دغه حرکت غړو پرون شنبه هم په هرات ولايت کې له ولسونو سره د سولې پر ګټو خبرې وکړې.
د سولې ولسي حرکت وياند بسم الله وطندوست وويل: “د سولې ولسي حرکت غړي نن يکشنبه په هرات ښار کې له مدني ټولنو، سوداګرۍ خونې او نورو مشرانو سره ګډه غونډه لري، د غونډې پر مهال به د جګړې له ښکېلو اړخونو د اوربند او سولې جدي غوښتنه وشي، له ولسونو به وغوښتل شي چې نور غلي پاتې نه شي او د جګړې په وړاندې راپورته شي.”
د سولې ولسي حرکت ټولو ٣٤ ولايتونو ته خپل سفر له نن يکشنبې څخه ١٢ ورځې مخکې له هلمنده پيل کړ.
د حرکت غړي به اوس تر هرات وروسته بادغيس، غور او نورو ولايتونو ته ورځي.
د سولې ولسي حرکت څه باندې يونيم کال مخکې وروسته له هغې پيل شو چې په هلمند کې يوې چاودنې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
امیر حسین سلجوقي

Comments