هرات: ترافیکي پېښې ۴ کسان مړه کړي

comments 0

هندوکش – هرات: د هرات امنیه قومنداني وایي، د هرات ښار ـ تورغونډۍ پر لویه لار د دوه موټرو ترمنځ د ټکر له کبله څلور کسان مړه شوي دي.

امنیه قومنداني وایي، پېښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله حوص دشته کې رامنځ ته شوې ده.

د پولیسو د مالوماتو له مخې، په دې پېښه کې دوه نور کسان ټپيان دي چې روغتون ته انتقال شوي دي.

په ټپيآنو کې د یو کس روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

امیر حسین سلجوقي

Comments